د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له لوري له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له لوري د ټولو وزارتونو، امارتي خپلواکو ادارو او عمومي ریاستونو له کارکوونکو څخه د یادو ادارو اړوند د دعوت او ارشاد ریاستونو د مسؤلینو له لوري تر شپږ میاشتنیو دیني زده کړو وروسته ازموینه واخیستل شوه.
دا ازموینه د ټولو امارتي ادارو له کارمندانو څخه په هغه تدریسي کتاب کې واخستیل شوه، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دعوت او ارشاد ریاستونو له خوا د کارکوونکو لپاره تدریس شوی و.
د یادولو وړ ده، چې د دعوت او ارشاد ریاستونو له لوري په ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو کې اصلاحي درسونه هره ورځ د ماسپښین لمانځه وروسته، د اړوند ادارو په تالارونو یا جوماتونو کې وړاندې کېږي.