محتسبینو په میدان وردګ ولایت کې د حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه حل کړه

fazli_admin
Thu, Aug 07 2025 1:43 PM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د میدان وردګ ولایت محتسبینو د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې د دې ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې څلور کلنه شخړه حل کړه.

محتسبینو دواړو لوریو ته د ورورولۍ، زغم، ښه ګاونډیتوب او یو بل منلو په اړه د شریعت په رڼا کې سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې له دې وروسته پخپلو کې د وروڼو په څېر ژوند وکړي.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د قومي او ژبنیو دښمنیو پر اساس بې اتفاقي را منځته کړي او په پوره توان به د هغو پېښو مخه نیسي چې په هېواد کې راغلي امن او د ورورولۍ فضا ته ګواښ پېښوي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د لسګونو قومي او ژبني دښمنیو مخه نیولې او په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS