محتسبینو په میدان وردګ، غزني، زابل او خوست ولایتونو کې (۷) مېرمنې له خپلو شرعي حقونو  څخه برخمنې کړې.

fazli_admin
Tue, Jul 29 2025 8:11 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، میدان وردګ، زابل او خوست ولایتونو محتسبینو اووه مېرمنې، چې له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس زورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو دودونو مخه به نیسي چې له امله یې  د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ دي.
 
د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، ولور، نفقې او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS