میدان وردګ کې محتسبینو د سیمې د امنیتي ارګانونو په مرسته پر (۳) جریبه ځمکه کرل شوي تاریاک له منځه یو وړل

fazli_admin
Sat, Jul 12 2025 3:19 PM
mydan_wrdk-_tkhryb_mzar_tryak_-pshtw.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت محتسبینو د دې ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې، د سیمې د امنیتي ارګانونو په همغږۍ پر څه باندې (۳) جریبه ځمکه کرل شوي نشه یي توکي (تاریاک) له منځه یووړل او له کروندګرو یې وغوښتل، چې د نشه یي موادو له کښت، کارولو او قاچاق څخه په کلکه ډډه وکړي.

محتسبینو له کروندګرو وغوښتل، چې په دې برخه کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د صادر شویو حکمونو او هدایاتو پر اساس کړنې تر سره کړي، تر څو په ټولنه کې د دې ناوړه پدیدې مخه ونیول شي او د منکراتو کچه را ښکته شي.

 د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه د داسې او ورته ناوړه کړنو مخه نیولې او د معروفاتو د اقامې په موخه یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Apr 15 2026 3:47 PM
Background image

Six long-standing disputes and hostilities among tribes and families were resolved in the provinces of Bamyan and Takhar

The officials of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, with the aim of strengthening Islamic unity, ensuring social peace, and. . .

BACK TO NEWS