بغلان کې شپږ تنه د شراب ‌څښلو په تور ونیول شول

fazli_admin
Sat, Jul 12 2025 9:51 AM
dstgyry_shsh_tn_shrab_khwr_dr_bghlan_pshtw.jpg

د بغلان ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تاله ‌وبرفک ولسوالۍ د عاشقانو درې په سیمه کې شپږ تنه د شراب ‌څښلو په تور نیولي دي.

د محتسبینو په وینا یاد کسان یې په مېلمستون کې د شراب څښلو پر مهال نیولي دي، هغوی زیاتوي چې نیول شوي کسان په د شراب څښلو ترڅنګ په نورو غیر شرعي کړنو هم بوخت وو.

هغوی همداراز ډاډ ورکوي چې په ټولنه کې د خرافاتو، بدو رواجونو، غیر شرعي کړنو او فساد مخنيوي ته ژمن دي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې ټولنه بې لارۍ ته سوق کړي.

یاده دې وي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له دې وړاندې هم د ټولنې اصلاح ته په ژمنتیا د ورته سلګونو پېښو مخنیوی ترسره کړی دی.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS