میدان وردګ ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له شپږ میاشتني کورني تاوتریخوالي څخه وژغورله

fazli_admin
Tue, Jul 08 2025 4:00 PM
mydan_wrdk-_njat_yk_zn_khshwnt_khanwadgy_-pshtw.jpg

د میدان وردګ ولایت اړوند د جلرېز ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه مظلومه مېرمن له شپږ میاشتني کورني تاوتریخوالي څخه وژغوله.

د محتسبینو په وینا: یاده میرمن چې د جلرېز ولسوالۍ سرچشمي سیمې اوسېدونکې ده، وروسته له هغه له خپلو شرعي حقونو برخمنه شوه چې نوموړې مېرمن د یادې ولسوالۍ محتسبینو ته د خپلو شرعي حقونو د تر لاسه کولو په موخه عارضه شوه.

دغه راز محتسبینو د یادې میرمنې خاوند ته د شریعت په رڼا کې د میرمنو حقوق بیان کړل او له نوموړي یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

بل خوا د سیمې خلک د محتسبینو دغه کړنې ستایي او دغه کار د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو او کورني عدالت د تأمین لپاره غوره ګام بولي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS