وروسته له دې به په خپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند تېروي

fazli_admin
Tue, Jul 01 2025 8:36 AM
mydan_wrdk_-hl_akhtlafat_-pshtw.jpg

د فراه ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کلاته حاجي سرور کلي کې د دوو قومونو تر منځ څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه.

د فراه ولایت محتسبینو په دې اړه وویل، یاده دښمني چې له څو کلونو راهیسې د دوو قومونو ترمنځ د کورنیو ستونزو په سر را پورته شوې وه او دواړو لوریو ته یې مالي او ځاني تاوانونه هم اړولي وو، د محتسبینو، دیني عالمانو او د یادې سیمې د قومي مشرانو لخوا د شریعت په رڼا کې په دوستۍ بدله کړه.

دواړو لوریو د یاد ولایت له محتسبینو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې وروسته له دې به په خپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند تېروي او یو بل ته به مشکلات نه جوړوي.

دا په داسې حال کې د، چې تر دې مخکې هم محتسبینو د هېواد په کچه سلګونه داسې دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې او ولس ته ډاډ ورکوي چې خپل فعالیتونه به په دې برخه کې نور هم ګړندي کړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS