د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام فراه ته ولاړ

org_admin
Mon, Nov 11 2024 3:06 PM

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه د خپلو ولایتي سفرونو په دوام فراه ولایت ته ولاړ او هلته یې د یوې غونډې په ترڅ کې له ملکي او نظامي مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو او ګڼ شمېر فراه میشتو وګړو سره وکتل.

د امر بالمعروف بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلامي نظام د امر بالمعروف او نهې عن المنکر پرته نه شي بشپړېدای او زیاته یې کړه چې د افغان ولس د جهاد له اساسي موخو څخه یو د غربي اشغال پای او بل د اسلامي نظام واکمنېدل وو چې د لوی څښتن تعالی په مرسته دواړو موخو ته ورسېدل.

شیخ الحنفي صاحب همدارنګه وویل: اوس کفري نړۍ له هرې پلمې او لارې کار اخلي ترڅو نړۍ ته د اسلامي نظام په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت غلط انځور وړاندې کړي او د نړۍوالو ذهنونو کې اندېښنې وزېږوي. هغه همدارنګه پر ټولو ګډون والو غږ وکړ چې د دښمن د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي او د اسلامي نظام پایښت او ټينګښت ته کار وکړي.

شیخ صاحب همداراز له مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدا او د ټولنې په اصلاح کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

ورته مهال د فراه ولایت ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو ویناوو کې د ښاغلي وزیر صاحب په ورتګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام ترشا ولاړ دي او هېچا ته به اجازه ورنکړي ترڅو بیا ځلي ټولنه د بدبختیو پر لور بوځي.

هغوی همداراز ډاډ ورکړ چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په لا ښه پلي کېدا او په ټولنه کې د منکراتو مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره بشپړه همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د اسلامي امارت مشرتابه له لارښوونې سره سم د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو او د شکایتونو اورېدلو په موخه د ولایتي سفرونو په ترڅ کې له ځایي چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ناستې ترسره کوي.

Latest news

Tue, Aug 18 2026 3:11 PM
Background image

The Muhtasibs rescued 23 women from domestic violence in five provinces

In the provinces of Balkh, Baghlan, Ghor, Zabul, and Takhar, the Muhtasibs have protected 23 women who had been subjected to mistreatment by their husbands and family members from. . .

Tue, Aug 18 2026 2:32 PM
Background image

In Baghlan, the Muhtasibs rescued a woman who had been subjected to three months of domestic confinement

In Baghlan, as part of their continued efforts to protect women’s Sharia-based rights, Muhtasibs rescued a woman from Farang District who had been subjected to physical abuse, domestic. . .

BACK TO NEWS