د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام فراه ته ولاړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۶

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه د خپلو ولایتي سفرونو په دوام فراه ولایت ته ولاړ او هلته یې د یوې غونډې په ترڅ کې له ملکي او نظامي مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو او ګڼ شمېر فراه میشتو وګړو سره وکتل.

د امر بالمعروف بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلامي نظام د امر بالمعروف او نهې عن المنکر پرته نه شي بشپړېدای او زیاته یې کړه چې د افغان ولس د جهاد له اساسي موخو څخه یو د غربي اشغال پای او بل د اسلامي نظام واکمنېدل وو چې د لوی څښتن تعالی په مرسته دواړو موخو ته ورسېدل.

شیخ الحنفي صاحب همدارنګه وویل: اوس کفري نړۍ له هرې پلمې او لارې کار اخلي ترڅو نړۍ ته د اسلامي نظام په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت غلط انځور وړاندې کړي او د نړۍوالو ذهنونو کې اندېښنې وزېږوي. هغه همدارنګه پر ټولو ګډون والو غږ وکړ چې د دښمن د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي او د اسلامي نظام پایښت او ټينګښت ته کار وکړي.

شیخ صاحب همداراز له مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدا او د ټولنې په اصلاح کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

ورته مهال د فراه ولایت ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو ویناوو کې د ښاغلي وزیر صاحب په ورتګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام ترشا ولاړ دي او هېچا ته به اجازه ورنکړي ترڅو بیا ځلي ټولنه د بدبختیو پر لور بوځي.

هغوی همداراز ډاډ ورکړ چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په لا ښه پلي کېدا او په ټولنه کې د منکراتو مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره بشپړه همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د اسلامي امارت مشرتابه له لارښوونې سره سم د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو او د شکایتونو اورېدلو په موخه د ولایتي سفرونو په ترڅ کې له ځایي چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ناستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۱:۲۸
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۲۳ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

محتسبینو په بلخ، بغلان، غور، زابل او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۲۳ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۱:۱۲
Background image

بغلان کې محتسبینو یوه مېرمن له درې میاشتني کورني بند څخه وژغورله

 بغلان کې محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه د فرنګ ولسوالۍ یوه مېرمن، چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د کورنۍ د غړو له لوري له فزیکي ځورونې، کورني ظلم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۳:۵۶
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې شپږ ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، زابل، بلخ او غور ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام شپږ ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS