د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر هرات ته سفر وکړ

org_admin
Sun, Nov 10 2024 10:22 AM

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه هرات ولایت ته ولاړ او د یوې غونډې په ترڅ کې یې د دې ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو، علماء کرامو، قومې مشرانو، ګذر وکیلانو او ګڼ شمېر ځوانانو او زده کړیالانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر پر ارزښت وغږېد او ویې وویل: امر بالمعروف وزارت دنده لري ترڅو په ټولنه کې د اصلاح راوستلو او د منکراتو مخنیوی ترڅنګ د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي چې د یادې چارې لاښه ترسراوي او خلکو ته اسانتيا په موخه یې د (۱۹۱) وړیا شمېره فعاله کړې چې خلک کولای شي له دې لارې خپل شکایتونه ثبت کړي.

ښاغلي الحنفي زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې د ناوړه دودونه له امله د ټولنې ډېری وګړي په ځانګړې توګه خویندې له خپلو حقونو بې برخې وې او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي ترڅو په ناوړه او شریعت خلاف کړنو لاس پورې کړي.

شیخ صاحب همدا راز د خپلو خبرو په دوام کې له محتسبینو وغوښتل ترڅو په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلند کار واخلي او د ولسي وګړو خصوصي حريم ته درناوی وکړي هغه همداراز له ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو خبرو کې د ټولنې اصلاح او مثبت فکري بدلون کې د امر بالمعروف وزارت ونډه اساسي وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به بشپړه هڅه کوي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یادې ناستي په څنډه کې د هرات ولایت اهل تشيع عالمانو، سوداګرو او د خصوصي روغتونونو مسؤولینو سره هم وکتل او د هغوی د ستونزو او شکایتونو اورېدلو ترڅنګ یې د امر بالمعروف ولایتي مسؤولینو ته هدایت ورکړ ترڅو یادې ستونزې او شکایتونه وڅېړي او حل کړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 2:51 PM
Background image

Six women were rescued from un Islamic marriage in four provinces

The inspectors of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, in the provinces of Paktika, Zabul, Balkh, and Ghor, as part of their. . .

Mon, Aug 17 2026 2:07 PM
Background image

22 disputes and hostilities were resolved by Muhtasibs in five provinces

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, through the mediation of religious scholars and tribal elders,. . .

Mon, Aug 17 2026 9:59 AM
Background image

Offcials in Nangahar province rescued a girl from forced marriage

 The officials (Muhtasibs) of the Nangarhar Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, reaffirming their commitment. . .

BACK TO NEWS