د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر زابل ته سفر وکړ

org_admin
Tue, Sep 10 2024 2:25 PM

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، د معروفاتو اقامې او منکراتو له منځه وړلو، عامه پوهاوي او همغږۍ په موخه زابل ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو، دیني عالمانو، خطیبانو، قومي مشرانو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت پلي کولو ته ژمن دی او د یادې چارې لپاره د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت جوړ شوی دی او زیاته یې کړه چې ټول محتسبین له خلکو سره په ښه چلند مکلف دي او خلک باید په ښه طریقه د معروفاتو ترسره کولو ته دعوت کړي.

نوموړي همدارنګه وویل: امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د ټولو مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډ مسؤولیت دی او زیاته یې کړه چې دیني عالمان مکلفیت لري ترڅو د منبر او محراب له لارې د ټولنې په سمون او فکري جوړښت کې برخه واخلي.

همداراز ښاغلي الحنفي صاحب له ټولو ګډونوالو وغوښتل ترڅو د یووالي او صمیمیت فضا رامنځته او د قومي او سمتي توپیرونو مخنیوي ترڅنګ د‌ امر بالمعروف او نهې عن المنکر برخه کې له محتسبینو سره بشپړه همکاري وکړي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د ښاغلي شیخ صاحب ورتګ زابل ولسونو لپاره ویاړ وباله او ویې ویل چې په زابل ولایت کې د منکراتو کچه صفر ته رسېدلې ده او ټول مسؤولین، دیني عالمان او قومي مشران د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست محتسبینو سره بشپړ همکار او همغږي دي.

نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري صادر شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو ته ژمن دي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي وزیر صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره ولیدل او هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او ترې ویې وغوښتل ترڅو په خپلو چارو کې د نوي قانون په رڼا کې د حکمت او ښه چلند څخه کار واخلي، تر څو په ټولنه کې د صمیمیت او یووالي لامل شي.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS