محتسبینو په اوه ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۲۰
whatsapp_image_2026

محتسبینو په تخار، زابل پنجشیر، فاریاب، سمنګان، بلخ او بغلان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو، عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د امربالمعروف وزارت د قانون پلي کول، ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و، له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو وغوښتل،  چې د قانون په پلي کولو او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او د هغو بدو پېښو مخ ونیسي چې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي او د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. 

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵۳
Background image

تأکید علمای دینی و مسئولین ولایت پکتیا بر همکاری در راستای تحقق ارزش‌های اسلامی با  وزارت امر بالمعروف

مسئولین، منسوبین و علمای دینی ولایت پکتیا در مراسم معرفی مولوی شمس‌الرحمن احمد طارق، رئیس جدید ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات این ولایت، بر اهمیت همکاری و هماهنگی مشترک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۵۸
Background image

محتسبین در ولایت فاریاب پنج قضیه میراث زنان را از طریق رهنمودهای شرعی و مصالحه حل کردند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ادامه فعالیت‌های خویش در زمینه رسیدگی به شکایات مردمی، به پنج قضیه میراث زنان در مرکز و ولسوالی‌های پشتونکوت و دولت‌آباد ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

جلوگیری از دو مورد نکاح تحمیلی زنان در ولایت‌های بلخ و غزنی

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، جلوگیری از منکرات و تأمین حقوق شرعی شهروندان، به‌ویژه زنان، با همکاری علمای دین و بزرگان قومی. . .

BACK TO NEWS