محتسبینو په پکتیکا، لغمان، سرپل او بلخ ولایتونو کې اووه کوډګر نیولي دي
د لغمان، سرپل، بلخ او پکتیکا ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام په یادو ولایتونو کې اووه تنه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.
مسؤولین وایي، چې د سیمې د خلکو له شکایت وروسته یې هغه کوډګر له سحري کتابونو او د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.
