د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د ځینو نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره ناستې وکړې
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نظامي معینیت د ازاله منکراتو ریاست مسؤلینو د یو شمېر نظامي ځایونو له مسؤلینو او کارمندانو سره په نظامي برخه کې د معروفاتو د اقامې منکراتو د مخنیوي، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو په موخه ناستې وکړې.
د یاد وزارت اړوند نظامي محتسبینو په دې ناستو کې ټینګار وکړ، چې خپل سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، له خلکو سره د غوره چلند کولو تر څنګ د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او په نظامي برخه کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي څو په دې برخه کې د معروفاتو اقامه وشي او د منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلین د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د معروفاتو په اقامې او منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
