محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې
محتسبینو په سمنګان، بلخ، دایکندي، زابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې له محتسبینو سره د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.
محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی و له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو وغوښتل، څو د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.
دغه راز ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.
ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي.
