امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۱۶
awwny_khbrwnh_25_tr_31_srtan_dyzayn.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د هېواد د شرقي زون له دیني عالمانو، ځایي مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو سره، د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، ناوړه دودونو د مخنیوي او په دې برخه کې د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۵) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۴) د میراث، (۱۱) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۳) د ولور، (۱۰) د نفقې ورکړې، (۸) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابرولو او (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

د دې وزارت ولایتي مسؤولینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په ځینو (۱۳)  لویې دښمنۍ او (۴۸) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په پکتیکا،پروان،بلخ، تخار، سرپل او کابل ولایتونو کې (۸) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۱۸) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۲۳
Background image

فشرده فعالیت‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در چهارچوب مسئولیت‌های شرعی خویش و با همکاری علمای دین، بزرگان قومی و اقشار مختلف جامعه، در راستای تحکیم ارزش‌های اسلامی، تأمین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۴۹
Background image

ادامه نظارت محتسبین از بازارهای ولایت کاپیسا برای ترویج ارزش‌های اسلامی

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت کاپیسا در ادامه گشت‌های اصلاحی و نظارتی خویش در بازارهای این ولایت، بر رعایت کامل احکام شریعت اسلامی در معاملات تجارتی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۷
Background image

یک خانم در ولایت میدان وردک به حق نفقه و مسکن خود دست یافت

در پی تلاش‌های محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولسوالی جغتو ولایت میدان وردک، حق شرعی نفقه و مسکن یک خانم که مدت شش سال از آن محروم مانده بود، دوباره تأمین. . .

BACK TO NEWS