امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۱۶
awwny_khbrwnh_25_tr_31_srtan_dyzayn.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د هېواد د شرقي زون له دیني عالمانو، ځایي مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو سره، د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، ناوړه دودونو د مخنیوي او په دې برخه کې د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۵) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۴) د میراث، (۱۱) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۳) د ولور، (۱۰) د نفقې ورکړې، (۸) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابرولو او (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

د دې وزارت ولایتي مسؤولینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په ځینو (۱۳)  لویې دښمنۍ او (۴۸) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په پکتیکا،پروان،بلخ، تخار، سرپل او کابل ولایتونو کې (۸) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۱۸) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۱۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د هېواد د شرقي زون له دیني عالمانو، ځایي مسؤلینو، متنفذینو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل؛ محتسبینو هغه کوډګر نیولی چې د سحر او جادو ترڅنګ یې  د تیلیفون له لارې  نجونې بلک مېل کولې 

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېنې کابل پنځمې امنیتي حوزې محتسبینو هغه کوډګر نیولی، چې د ټلیفون له لارې یې نجونې بلک مېل کولې او د کورنیو ستونزو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

محتسبینو په بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې درې کوډګر نیولي دي

 د بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو په لړ کې درې کوډګر؛ چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې یې پر خلکو کوډې کولې، له. . .

BACK TO NEWS