د هېواد په هلمند او زابل ولایتونو کې (۱۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۹
dr_hlmnd_w_zabl_znan_njat_dadh_shd.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په هلمند او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۱) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، په تېرو دوو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نیږدې (۸۰۰) قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

رهایی ۱۰ زن از خشونت‌های خانوادگی در دو ولایت

در پی تلاش‌ها و پیگیری‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی و رسیدگی به شکایات شهروندان، به‌ ویژه زنان، به ۱۰ قضیه مربوط به خشونت و ظلم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

دو تن به اتهام دریافت پول در قضیه ازدواج اجباری یک دختر در ولایت بلخ بازداشت شدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت بلخ می‌گویند که در پی بررسی و رسیدگی به قضیه ازدواج اجباری یک دختر جوان و دریافت پول در بدل آن، دو تن از مظنونین این قضیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۵۰
Background image

سرپل کې د محتسبینو په هڅو دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د سرپل ولایت  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د صیاد ولسوالي دره بند  کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل د تور له امله. . .

BACK TO NEWS