د هېواد په هلمند او زابل ولایتونو کې (۱۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۹
dr_hlmnd_w_zabl_znan_njat_dadh_shd.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په هلمند او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۱) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، په تېرو دوو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نیږدې (۸۰۰) قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۲۹
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې 

۱- د اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو جوړول:
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د عامه پوهاوي د کچې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۴
Background image

محتسبینو په زابل کې څلور مېرمنو ته شرعي حقوق ورکړل

 محتسبینو په زابل کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه څلور مېرمنې، چې د کورنیو له لوري د میراث، خپلې خوښې نکاح او نفقې له شرعي حقونو څخه بې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۲۱
Background image

محتسبینو په لسو ولایتونو کې ۳۳ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په تخار، کنړ، سرپل، خوست، ننګرهار، پروان، زابل، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر. . .

BACK TO NEWS