د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد له رئیسانو سره ناسته وشوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۴۵
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزارت له لوري د یاد وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي او د دعوت او ارشاد لوی رئیس قاري شریف الله حقاني په شتون کې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد له رئیسانو سره د همغږۍ او د‌ دعوتي چارو لا ښه ترسراوي په موخه ناسته وشوه.

ناستې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې وویل، تاسو د ټولنې د اصلاح لپاره غوره کړل شوي یاست. دا مه هېروئ چې تاسې ته ستر مسؤولیت او ډېر مهم کار در پر غاړه دی؛ تاسې به خلک نېکیو ته رابولئ او له بدیو به یې منع کوئ.

ښاغلي شیخ صاحب ټینګار وکړ، چې په خپلو دعوتي چارو کې به د چا د موقف پروا نه کوئ؛ هر مسؤول او کارمند خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړئ او زیاته یې کړه، چې علماء کرام د پیغمبرانو علیهم السلام د وارثینو په توګه مسؤولیت لري، چې د هغوی مقدسه تګلاره تعقيب کړي او په خپلو دعوتي چارو کې د الله تعالی د رضا پر وړاندې د هیچا پروا ونه کړي.

نوموړي وویل، دا وزارت د ټولنې فکري او عقیدوي اصلاح خپل مسؤولیت ګڼي او په دې برخه کې یې په تېرو څلورو کلونو کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي، دا چې اسلام د اسانۍ دين دی، په دې معنی نه ده چې دیني شعائر له پامه وغورځول شي؛ پکار ده چې د اسلام مبارک دین ټول احکام بشپړ پلي کړو.

یاده دې وي چې یادې ناستې په اوږدو ګډون والو د ناستې په جوړېدا خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې ورته ناستې د دعوتي چارو د لا ښه ترسراوي او ستونزو حل کې ګټورې دي.

په پای د غونډې ګډون والو خپلې ستونزې، او د دعوتي چارو لاښه ترسراوي په موخه وړانديزونه شریک کړل او د ورته لا ډېرو ناستو غوښتنه یې وکړه.

هیره دې نه وي، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د دعوت او ارشاد لوی ریاست له دې وړاندې هم د همغږۍ په موخه د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد له رئیسانو سره ورته ناستې ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

سه تن به اتهام جادوگری در ولایت بلخ بازداشت شدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، تأمین نظم و جلوگیری از اعمال و رفتارهای مغایر با ارزش‌های دینی، سه تن را به اتهام انجام اعمال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۰
Background image

حدود یک تُن ادویهٔجات تاریخ‌گذشته از دواخانه‌های ولایت زابل جمع‌آوری شد

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات ولایت زابل، با همکاری مسئولان و کارکنان اتحادیهٔ داکتران و کارکنان صحی سکتور خصوصی، حدود یک تُن ادویه‌جات تاریخ‌گذشته را از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل با پرداخت دیه ( خون‌بها ) پایان یافت

یک قضیه قتل و دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل، با میانجی‌گری و تلاش‌های رئیس امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات و هیئت عالی‌رتبه ولایتی، بر اساس احکام. . .

BACK TO NEWS