د غزني، میدان وردګ او سرپل ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو درې شخړې حل کړې دي

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۳
d_ghzny_aw_mydan_wrdk_shkhrh_hl_kry.jpg

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې شخړه چې  د دوو تنو د وژل کېدلو او څلورو کسانو د ټپي کېدو لامل شوې وه حل کړه.

د یاد ولایت مسؤلین وایي: یاده شخړه چې د ترافیکي پېښې له امله را منځته شوې وه، چې پکې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه پکې ټپیان شوي وو د محتسبینو په هڅو او د قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوه.

ورته مهال د میدان وردګ او سرپل ولایت مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال د څلورو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر سر د راپورته شویو شخړو مخه نیولې او ښکېل اړخونه یې د ورورولۍ په فضا کې ژوند کولو ته هڅولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو د هېواد په کچه په تېره سرطان میاشت کې (۷۱) لویې او وړې دښمنۍ حل کړې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۵
Background image

حل وفصل ۱۱ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در شش ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل‌ منازعات و خصومت ‌ها میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات جوزجان، تخار،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۱
Background image

رهایی ۱۸ زن از ظلم و ستم خانوادگی در پنج ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات غزنی، پکتیا، بادغیس، لغمان و بلخ، در چهارچوب مسئولیت ‌های محوله خویش و در راستای تأمین عدالت، تطبیق احکام شریعت اسلامی و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۴۱
Background image

بازداشت یک جادوگرحرفه‌ای در ولایت لوگر

در پی تلاش ‌های دوامدار منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین نظم عامه و جلوگیری از اعمال مغایر با شریعت اسلامی، یک جادوگر حرفه‌ای در مربوطات ولسوالی. . .

BACK TO NEWS