د غزني، میدان وردګ او سرپل ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو درې شخړې حل کړې دي

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۳
d_ghzny_aw_mydan_wrdk_shkhrh_hl_kry.jpg

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې شخړه چې  د دوو تنو د وژل کېدلو او څلورو کسانو د ټپي کېدو لامل شوې وه حل کړه.

د یاد ولایت مسؤلین وایي: یاده شخړه چې د ترافیکي پېښې له امله را منځته شوې وه، چې پکې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه پکې ټپیان شوي وو د محتسبینو په هڅو او د قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوه.

ورته مهال د میدان وردګ او سرپل ولایت مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال د څلورو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر سر د راپورته شویو شخړو مخه نیولې او ښکېل اړخونه یې د ورورولۍ په فضا کې ژوند کولو ته هڅولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو د هېواد په کچه په تېره سرطان میاشت کې (۷۱) لویې او وړې دښمنۍ حل کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۳۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په سرپل، نورستان، جوزجان، بامیان، میدان وردګ، تخار او نیمروز ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۸:۴۷
Background image

هرات کې محتسبینو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې

 د هرات ولایت محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د. . .

BACK TO NEWS