نورستان کې د دوو قومونو ترمنځ پخوانۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۸:۵۵
dshmny_byn_dw_qwm.jpg

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ محتسبینو د ټولنې اصلاح او ټولنیز عدالت ټينګښت په برخه کې د هڅو په‌ دوام کې د دوو قومونو ترمنځ هغه پخوانۍ او اوږدمهاله دښمني چې له کلونو راهیسې روانه وه او له امله یې د دواړو لوریو ۷ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي وو، حل او په دوستي بدله کړه.

د محتسبینو په وینا یاده دښمني چې د کلیوالي ستونزو او شخړو له امله راپورته شوې وه له کلونو راهیسی د ګڼو بد مرغیو ترڅنګ دواړو لوریو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه هم رسولي وو.

محتسبین همدا راز ډاډ ورکوي چې د ټولنې اصلاح او د ولسونو ستونزو حلولو کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او له خلکو هم غواړي چې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي. 

بلخوا د یادې سیمي ځایي مسؤولین، قومي مشران او ځایي اوسیدونکي د محتسبینو هڅې ستایي او ډاډ ورکوي چې د ټولنې اصلاح او اسلامي ارزښتونو دودولو کې به له محتسبینو سره بشپړه همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په کچه ۹۳ قومي شخړې او دښمنۍ حل کړې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

سه تن به اتهام جادوگری در ولایت بلخ بازداشت شدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، تأمین نظم و جلوگیری از اعمال و رفتارهای مغایر با ارزش‌های دینی، سه تن را به اتهام انجام اعمال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۰
Background image

حدود یک تُن ادویهٔجات تاریخ‌گذشته از دواخانه‌های ولایت زابل جمع‌آوری شد

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات ولایت زابل، با همکاری مسئولان و کارکنان اتحادیهٔ داکتران و کارکنان صحی سکتور خصوصی، حدود یک تُن ادویه‌جات تاریخ‌گذشته را از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل با پرداخت دیه ( خون‌بها ) پایان یافت

یک قضیه قتل و دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل، با میانجی‌گری و تلاش‌های رئیس امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات و هیئت عالی‌رتبه ولایتی، بر اساس احکام. . .

BACK TO NEWS