د امربالمعروف، نهې عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست له لوري محتسبینو ته روزنیز سمینار وړاندې شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۴

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست له لوري د دې وزارت د غونډو په تالار کې د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو ته چی تعداد یې سلګونو تنو ته رسېده د ظرفیت لوړونې په موخه یو روزنیز سمینار وړاندې شو.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د سمینار په لړ کې محتسبینو ته وویل: زمونږ دنده خلکو ته د الهي احکامو په سم ډول رسول دي، تر څو په ټولنه کې معروفات قائم او د منکراتو مخه ونیول وشي.

ښاغلي حنفي صاحب زیاته کړه چې ټول محتسبین له خلکو سره په ښه چلند مکلف دي او خلک باید په احسنه طریقه د معروفاتو ترسره کولو ته دعوت کړي، څو د ولس په زړونو کې ځای پیدا کړي.

په ورته وخت کې د یاد وزارت د پالیسی او مسلکي معین شیخ محمد فقیر محمدي محتسبینو ته په خطاب کې وویل: موږ او تاسې باید په خپلو نېکو کړنو د ولس زړونه را خپل کړو او په داسې اخلاص، تقوای او صداقت دعوت وکړو، چې که یو وخت په ټولنه کې علماء نه وي هم، خو ستاسو د اخلاص او صداقت اثر پاتې وي، وګړي الهي احکام پلي او خپلې ورځنۍ کړنې د اسلامي احکامو پر اساس تر سره کړي.

وروسته د یاد وزارت د نظارت او ارزیابۍ رئیس مولوي فضل الربي په یاد سمینار کې هغه مطالب چې د محتسبینو د لا ښه فعاليتونو اړوند و، واورول او زیاته یې کړه، محتسبین شرعاً مکلف دي چې خپل ټول فعالیتونه د دې وزارت د قوانینو په چوکاټ کې او په احسن طریقه مخته یوسي.

د یادولو ده چې محتسبینو ته د ظرفیت لوړونې سمینارونه د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې ریاست لخوا په لار اچول کېږي چې په کې محتسبینو ته د دعوت اصول او له خلکو سره د نېک چلند کولو سپارښتنې او لارښوونې کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۳۸
Background image

رهایی ۱۴ زن از خشونت های خانوادگی در پنج ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، غور، میدان وردک، نیمروز و ارزگان  در پی دریافت گزارش ‌های مردمی، ۱۴ تن از زنان را که طی سال ‌های متمادی در معرض. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۳۲
Background image

پایان موفقیت ‌آمیز ۲۰ دشمنی و منازعات خانوادگی در ۱۱ ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های تخار، سمنگان،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۲۶
Background image

سه جادوگر در ولایت های بلخ و ننگرهار بازداشت شد

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات، در راستای حفاظت از ارزش ‌های دینی و رسیدگی به شکایات مردمی، سه تن از جادوگران حرفه‌ای را در ولایات ننگرها و بلخ همراه با کتاب ‌ها. . .

BACK TO NEWS