د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر له افغان بهر مېشتو سیاسي څهرو او سوداګرو سره ناسته ترسره کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۸:۲۲

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي له افغان بهر مېشتو سیاسي څهرو او سوداګرو سره د یاد وزارت په مقر کې د همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه.

یاد سیاسیون او سوداګر چې له مختلفو اروپايي هېوادونو څخه راغلي وو، په خپله لیدنه کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت او په ټوله کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د ستایلو وړ وبللې او زیاته یې کړه: دا د خوښۍ ځای دی چې اسلامي امارت وکولای شول په دومره کم وخت کې لویې لاسته راوړنې ولري.

دغه راز یې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د خلکو د شکایتونو اورېدلو  برخه کې د یاد وزارت ستاینه وکړه او وې ویل: دا لومړی ځل دی چې هېواد وال په دومره ډاډه زړه او پرته له وېرې خپل شکایت تر مسؤولو چارواکو رسوي، چې دا یوه غوره لاسته راوړنه ده.

همدا راز یې د خپلو خبرو په لړ کې وویل: ټولې هغه اندېښنې چې مخکې له راتګ څخه یې د ښځو د حقونو په تړاو درلودې له منځه ولاړې او ډاډه شول؛ ټولې هغه ډنډورې چې نړیوال او ځينې کړۍ یې د افغان ښځو د حقونو په تړاو لري بې بنسټه او ناسمې وبللي.

د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د نوموړو د خبرو تر اورېدو وروسته ډاډ‌ ورکړ او وې ویل: د مېرمنو ټول حقوق چې اسلام مبارک دین ورکړي حتماً یې ورکوي او هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

ښاغلي حنفي صاحب زیاته کړه: د امارت په راتګ سره د ښځو ټول هغه حقوق چې مخکې به تر پښو لاندې کېدل او نه به ورکول کېدل تأمین شوي دي او ښه مثال یې د ښځو میراث او د هغوي په بدو کې ورکول یاد کړل، چې امر بالمعروف وزارت په تېرو درې کلونو شاوخوا کې د (۵۰۰۰) زره مېرمنو میراث آخیستی او ورته یې تسلیم کړی، همدا راز په ټول هېواد کې د مېرمنو په بدو کې د ورکولو مخنیوی شوی چې د دې کار کچه اوس تقریبا صفر ته رسېدلې.

په پای کې ښاغلي حنفي صاحب له ټولو راغلو مېلمنو څخه وغوښتل چې نړۍ والو ته د اسلامي امارت رښتینی انځور وړاندې کړي او هر وخت د خپلو نېکو مشورو شریکولو په موخه راشي او په ګډه د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت له مسؤولینو سره مرسته وکړي؛ چې د راغلو مېلمنو له لوري ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو او زیاته یې کړه،  اماده دي چې په مختلفو برخو کې خپلو هېواد والو ته خدمات او نړۍ ته د اسلامي امارت خصوصاً د امر بالمعروف وزارت رښتینی انځور وړاندې کړي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۰:۵۵
Background image

جلوگیری از فروش هفت تُن مواد غذایی تاریخ‌ گذشته در ولایت نیمروز

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت نیمروز، به منظور کنترول قیمت‌ها، جلوگیری از غش، احتکار و عرضه اجناس بی ‌کیفیت و تاریخ‌ گذشته، هفت تُن مواد غذایی بی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

رهایی یک دختر جوان از نکاح اجباری در ولایت تخار

یک دختر جوان در ولسوالی ینگی قلعه ولایت تخار، که به دلیل فشار های خانوادگی در عقد نکاح، قصد خودکشی داشت، با تلاش های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات از وضعیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۴۲
Background image

حل و فصل ۱۵ مورد منازعه و دشمنی در ۷ ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی، حل منازعات و دشمنی ها میان اقوام و خانواده‌ ها، ۱۵مورد منازعه و دشمنی را در. . .

BACK TO NEWS