شیخ محمد خالد (الحنفي) د یوناما له مشرې سره ولیدل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۲:۲۰
د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) تیره ورځ په خپل کاري دفتر کې د یوناما له نوې مشرې روزا اوتونبایوا سره ولیدل. نوموړې د خبرو په پیل کې د ملاقات د منلو له امله له سرپرست وزیر څخه مننه وکړه او بیا یې زیاته کړه چې تاسو ته معلومه ده قرغزستان کې الحاد حاکم و خو اوس خلک غواړي د اسلام له مزایاوو او ګټو خبر شي او غواړي یوه ښه نسخه ورته وړاندې شي. هغې وړاندې و ویل، ځوانان مو چې ډیره برخه تشکیلوي، خلکو سره ښه روابط، ښه حکومتولي او پرمختللی تعلیم غواړي. سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) ورته زیاته کړه چې د نوې دندې په اړه درته موفقیت غواړو، قرغزستان زمونږ ورور هیواد دی، مونږ او دوی دواړو له جبر لاندې وختونه تیر کړي، تاسو همدې ته په کتو ښه نمایندګي کولی شی. همدا راز یې زیاته کړه چې مونږ داسې یوه حکومتولي غواړو چې د ټول ملت نمایندګي وکړي، ټول قشرونه پکې ځان و ویني او په داسې توګه چې د خلکو په زړونو حکومتولي وشي نه په سرونو، چې د مظلوم آه واوریدل شي، تعلیم ته وده ورکړل شي، ناسم رسم او رواج ختم شي او د ښځو سره د ظلم مخنیوی وشي. روزا اوتونبایوا بیا و ویل چې زه هڅه کوم په سفارتونو او ډونرانو غږ وکړم چې افغانستان سره د ښوونځيو او پوهنتونونو برخه کې همکاري وکړي چې شیخ محمد خالد ترې مننه وکړه او و یې ویل نړیوال باید د فشار هڅه و نه کړي بلکې د خبرو او ترغیب له لارې همداسې هر څه ترسره کړو، مونږ داسې حکومتولي غواړو چې د اسلام سمه نمایندګي وکړو. د یادونې وړ دی چې له نوموړې سره په څنګ کې د هغې مرستیال مارکس پوتزل او نور غړي هم موجود و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۸:۵۵
Background image

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د  ۱۴۰۵ هــ.ل کال د میزان میاشتې د کړنو راپور

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو د روان ۱۴۰۵کال په میزان میاشت کې، د معروفاتو اقامې، منکرتو مخنیوي، د ناوړه دودونو د مخنیوي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۵۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

BACK TO NEWS