د میدان وردګ ولایت محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ولسي ناسته و کړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۳۱
dr_mydan_wrdk_ba_aqshar_mkhtlf_nshst_shd.jpeg

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف محتسبینو ددې ولایت  له دیني عالمانو، ځوانانو  او  قومي مخورو سره  په جوړه شوې ناسته کې دیني عالمانو ته په خطاب کې  وویل، د الهي احکامو په سم ډول د ټولنې تر خلکو رسول مو مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.

دا ناسته چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی او په دې برخه کې د دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو مرسته وه محتسبینو دیني عالمانو او قومي مخورو  ته وویل، د امربالمعرفو وزارت له لوري د ټولنې د سمون په موخه شوې سپارښتنې الهي قوانین دي چې پلي کول یې زمو ږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.

دغه راز یې په ناسته کې له دیني عالمانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو پر لومړنیو خبرې وکړي او خلکو ته په ټولنه کې د امربالمعروف ارزښت بیان کړي.

ورته مهال د ناستې ګډون والو د محتسبینو له لوري د داسې ناستو جوړول له اسلامي نظام سره د ولس د همکارۍ مهم راز وباله او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې د حجاب دودول او په ودونو او نورو خوښیو کې د بېځایه دودونو او لګښتونو بندیز یې د ټولنې د ثبات او سمون غوره لار وبلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۴
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي شمالي ولایتونو ته سفر:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

پکتیا کې محتسبینو له ورزشکارانو او  د تمریناتي ځایونو له مسؤلینو سره اصلاحي ناسته وکړه

د پکتیا ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست  محتسبینو د مرکز اړوند له ورزشکارانو او د ورزشي ځایونو له مسؤلینو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۱۵
Background image

بلخ کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له کورني بند څخه وژغورل شوه

د بلخ ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال د دې ولایت په چاهي ولسوالۍکې یوه مېرمنې، چې د کورنۍ د غړو له لوري له تېرو څو. . .

BACK TO NEWS