پکتیکا کې محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه.

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۳
nshst_dr_pktykar_bh_hdf_jlwgyry_rsm_napsnd

د پکتیکا امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د یاد ولایت مرکز ښرنې د بېلابېلو کلیو له دیني عالمانو، قومي مخورو او د مسجدونو امامانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه ناسته کړه.

جوړې شوې ناستې ته د دې ولایت د امربالمعروف رئیس، مولوي رحمت الله محق  وویل، چې دیني عالمان او قومي مخور دې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو همکاري وکړي او پر هغوی یې غږ وکړ، چې د حج، خوښیو، غم او نورو مراسمو کې د ناوړه رواجونو او د سود مخنیوي لپاره دې له محتسبینو سره په ګډه جدي کړنې تر سره کړي څو ټولنه کې د ناوړه دودونو مخه ونیول شي.

د پکتیکا علماوو شورا مرستیال مولوي احمد شاه وویل، د ټولو ګډ مسئولیت دی، چې راتلونکی نسل او ځوانان په نېکو اخلاقو، اسلامي عقیدې او له دیني تګلارې سره سم وروزو. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي مسئولیت له مخې دې خلک د بدو دودونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

د مشرانو په استازیتوب قومي مخور حاجي پاچا خان وویل، په ټولنه کې د خوښیو، غم او نورو مراسمو کې اوس هم ناوړه دودونه ترسره کېږي، خلک یې له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ کړي دي، چې د مخنیوي لپاره به یې له امربالمعروف ریاست سره په ګډه کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

نورستان کې محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه.

د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او د مسجدونو امامانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د هېواد په دایکندي، تخار او نیمروز ولایتونو کې محتسبینو تاریخ تېر توکي له منځه یو وړل

د دایکندي، تخار او نیمروز ولایتونو د محتسبینو له لوري په بازارونو کې د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د مخنیوي په موخه د جوړو شویو کمېټو د دوامدارو څارنو پر مهال، په یادو ولایتونو کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۸
Background image

میدان وردګ کې سپین ږیري کس ته د ودېدونکې کم عمره نجلۍ د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت محتسبینو د ۱۴ کلنې نجلۍ د نا خوښه نکاح مخه ونیوله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل یوه ۶۰کلن کس ته یې د زیاتو. . .

BACK TO NEWS