پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۶۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۶۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ شهر ګیان سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل پر سر را پورته شوې ۶۰ کلنه دښمني چې د ګڼو ستونزو لامل شوې وه حل او د دواړو لوریو ترمنځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یوې مېرمنې د قتل له امله جوړه شوې وه، چې نیږدې شپږ لسیزې یې دوام وکړ، چې د د دوامداره شخړو لامل شوې وه او د یادو کورنیو تر منځ یې واټن او ناخوښي لا پسې پراخه کړې وه د یاد ولایت محتسبینو، د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې محتسبین په ټول توان هڅه کوي، چې د وزارت له پالیسۍ سره سم د هرې ژبنۍ او قومي دښمنۍ مخه ونیسي او په دې پار یې جړي کړنې لا هم دوام لري.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې دولس لویې دښمنۍ او ۵۸وړې شخړې حل کړې او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۵۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

BACK TO NEWS