پکتیا کې محتسبینو د یوې اجباري نکاح مخنیوی وکړ 

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۶:۱۲
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا د دې ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اجباري نکاح څخه وژغورله.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د پکتیا ولایت د لجه منګل ولسوالۍ اوسېدونکې ده؛ یوه کس غوښتل چې په جبري توګه یې په نکاح کړي، چې د یادې ولسوالۍ محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنې د شرعي حق د ورکړې په موخه یاده مېرمن له اجباري نکاح څخه وژغورله.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې د شرعي، اخلاقي او قانوني ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS