پکتیا کې محتسبینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۴۱
nshst_ba_rsanh_ha_dr_pktya.jpeg

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ځینو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په پار په جوړه شوې ناسته کې  وویل: رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر حیثیت لري نو پر تاسې لازمه ده، چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ چې  داسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې دي.

دا ناسته چې پکې پر امارتي مسؤلینو سر بېره د ګڼو غږیزو رسنیو مسؤلینو ګډون درلود د امربالمعروف مسؤلینو وویل: په ټولنه کې د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د ور رسولو دروند مسؤلیت ستاسې پر اوږو دی ؛ ځکه رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر حیثیت لري نو پر تاسې لازمه ده چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ کوم چې  د اسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې وي.

مسؤلینو د رسنیو اهمیت ته په اشارې سره وویل، رسنۍ د ملت او نظام تر منځ د پول حیثیت لري که چرته رسنۍ د نظام له پالیسي سره سم نشرات وکړي د نظام د بقا او استحکام سبب کېږي نو پر همدې اساس مو د رسنیو له مسؤلینو غوښتنه ده، چې د نظام اصلي غږ تر ولس ورسوي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

 دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې د موسیقي  او تصویر له خپرولو څخه ډډه وکړي او خپلې کړنې د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې تر سره کړي.

ورته مهال د رسنیو مسؤلینو د دې ناستې پر جوړېدو خوښي وښوده او له مسؤلینو یې د د اسې ناستو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS