په خوست، تخار، سرپل او بامیانو ولایتونو کې محتسبینو ۱۵شخړې حل کړې دي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۳۳
dr_khwst_15_akhtlaf_hl_shd.jpg

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست، سرپل، تخار او بامیان ولایتونو محتسبینو د علماوو او قومي مخورو په همکارۍ په یادو ولایتونو کې پنځلس قومي شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

محتسبین وایي: یادې شخړې له څه مودې راهیسې د اړوندو لوریو ترمنځ د اختلاف سبب شوې وې، چې د محتسبینو له پرله‌پسې هڅو، منځګړیتوب او د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم د رامنځته کولو په پایله کې په سوله‌ییز ډول حل شوې.

د شخړو د حل پر مهال محتسبینو د اسلامي شریعت د اصولو، متقابل احترام او ورورولۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او دواړو لوریو د راتلونکي لپاره د سولې، همغږۍ او ښه ګاونډیتوب ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS