په تخار او بلخ ولایتونو کې محتسبینو د کورنیو تر منځ را پورته شوې شخړې حل او د دواړو لوریو تر منځ روغه وکړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۱۴
img-20260317-wa0005.jpg

د تخار او بلخ ولایتونو محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د  بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې شخړې حل او د دواړو لوریو تر منځ یې روغه وکړه .
دا اوږد مهاله شخړې، چې د یادو کورنیو تر منځ د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو  له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

د امربالمعروف وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي؛ د نظام په چوکاټ کې باید له هر ډول قومي او ژبني تعصب څخه ډډه وشي

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د یاد وزارت له مسؤولینو او کارکوونکو سره اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې پخپلو ورځنیو چارو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند نظامي محتسبینو د ملي دفاع وزارت اړوند د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په نظامي برخه کې د یاد وزارت له. . .

BACK TO NEWS