بامیان؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۵
whatsapp_image_2026-11-26_at_12.55.12_pm.jpeg

 د بامیان ولایت محتسبینو د خپلو کړنو په دوام په ورس ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې ترسره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیرشرعي تعویذونو سره نیولی دی.

 محتسبین یې په تړاو وایي: یاد کس یې د سیمې د خلکو له شکایت وروسته د کوډو او جادو له وسایلو سره نیولی، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او د کوډو او جادو ناروا کړنې یې ترسره کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ ورکوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېشو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

  ځایي خلک د محتسبینو دا کړنې ستایي او زیاتوي، چې له دې سره  به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي او ژمنه کوي چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۴۹
Background image

پکتیکا کې محتسبینو (۹) شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه

محتسبینو په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې په ګډون په سروبي، خوشامند، یوسف خیل او ګومل ولسوالیو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د ترافیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

غزني؛ محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په اب بند ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۵
Background image

بامیان؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی

 د بامیان ولایت محتسبینو د خپلو کړنو په دوام په ورس ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS