پکتیکا کې محتسبینو (۹) شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه
محتسبینو په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې په ګډون په سروبي، خوشامند، یوسف خیل او ګومل ولسوالیو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د ترافیکي پېښو او خپلمنځي جنجالونو له امله رامنځته شوې شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.
مسؤلین وایي، دا شخړې چې خپلمنځي جنجالونه چې د ترافیکي پېښو، دوستیو او ورته نورور بدو پېښو له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې.
محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو غوښتي، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه چې، د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېچاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمنۍ وپالي.
