غزني؛ محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۴۰
whatsapp_image_2026-11-28_at_3.25.54_pm.jpeg

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په اب بند ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د ناوړه پېښې مخه ونیوله.

په دې تړاو یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو وویل: یاده ځوانه نجلۍ چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د حقوقي مسائلو پر سر د را پورته شوې دښمنۍ د حل په موخه یې په بدو کې ور کړي، چې د د ې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۴۹
Background image

پکتیکا کې محتسبینو (۹) شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه

محتسبینو په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې په ګډون په سروبي، خوشامند، یوسف خیل او ګومل ولسوالیو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د ترافیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

غزني؛ محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په اب بند ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۵
Background image

بامیان؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی

 د بامیان ولایت محتسبینو د خپلو کړنو په دوام په ورس ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS