ننګرهار کې د محتسبینو په هڅو درې نجونې د شرعي نکاح له حقوقو برخمنې شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۳
njat_sh_zn_dr_nngrhar.jpeg

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په هڅو درې ځوانې نجونې، چې له تېرو (۶) کلونو راهیسې د نکاح له شرعي حقوقو څخه بې برخې وې او د یادو کورنیو تر منځ د را پورته شوي جنجال له امله ورته د شرعي نکاح کولو اجازه نه ورکول کېدله د محتسبینو په هڅو له خپل شرعي حق څخه برخمنې او د کورنیو تر منځ روغه وشوه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یادې نجونې، چې د کورنیو غړو  یې د یادو نجونو له خسرګنیو سره د رامنځته شوي جنجال له امله نوموړې نجونې له تېرو( ۶) کلونو راهیسې له خپلو ځانونو سره ساتلې وې او د شرعي نکاح حق یې ور څخه اخیستی و، د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه وژغورل شوې  او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي»

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د امر بالمعروف وزارت له لوري د اووه زونونو (۵۵۰) مبلغینو ته درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ له لوري (۵۵۰) مبلیغینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د جوړ شوي قانون او نصاب د تشریح او په دعوتي برخه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۳۸
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۳۱) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۵). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټول افغانستان د ۳۴ ولایتونو په کچه د ۵۵۰ تنو د مبلغینو لپاره درې ورځنۍ اصلاحي او تربیتې غونډه پیل شوه.

یاده غونډه د لومړۍ ورځې لپاره د قران الکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او موخه یې د مبلغینو د دعوتي او مسلکي ظرفیت د لوړولو،  د مبلیغینو د نوي قانون چې دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS