ننګرهار؛ محتسبینو پنځه کلنه ماشومه په بدو کې له ورکولو وژغورله

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۲۷
c37a02b1-ce3a-476b-922b-d34274bae6b4.jpg

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پنځه کلنه ماشومه، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د ناموسي قضيې د حل لپاره یې په بدو کې ورکړي د محتسبینو له لوري وژغورل شوه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسؤولینو وویل: یاده پنځه کلنه ماشومه چې خدیجه نومېږي، د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې اوس مهال د ننګرهار اتمې ناحیې دامان سیمه کې ژوند کوي؛ د کورنۍ غړو یې غوښتل د ناموسي قضیې د غیر شرعي حل په موخه یې په بدو کې ورکړي، محتسبینو مخنیوی وکړ.

دغه راز یاد مسؤلین ډاډ ورکوي، چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخنیوی کوي، چې له امله یې د مېرمنو حقوق له ګواښ سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند د ناخوښه ودولو، کورنيو بندخونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث د زرګونو پېښو مخه نیولې او د مېرمنو د حقونو د خونديتوب په برخه کې خپلې هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۲۲
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت اړوند د کابل ولایت ښاري ریاست ملکي او نظامي محتسبینو ته "د دعوتي چارو د لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

BACK TO NEWS