محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۶مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۳
whatsapp_image_2026-10-06_at_9.28.48_am.jpeg

محتسبینو په بلخ، ننګرهار، سرپل، بغلان او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۱۶ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده؛ له کورني تاوتریخوالي ژغورلې او له شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د امربالمعروف مسؤولین یې په تړاو وایي: یادې مېرمنې چې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې د محتسبینو په هڅو له ظلم څخه وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په یادو قضیو کې د کورني ظلم، نفقې، کورني بند، ولور، میراث او ورته نورې قضیې د محتسبینو له لوري حل شوې دي او د محتسبینو له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه جدي کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۳
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۶مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

محتسبینو په بلخ، ننګرهار، سرپل، بغلان او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۱۶ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۲۸
Background image

هلمند کې محتسبینو یوه مېرمن له ۱۴ کلن کورني بند څخه وژغورله

هلمند ولایت کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام په ګرمسېر ولسوالۍ کې هغه مېرمن چې د پلار او وروڼو له لوري نیږدې ۱۴کاله په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۶
Background image

ننګرهار کې یوه نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورل شوه

د ننګرهار ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام په ګوشتې ولسوالۍ کې هغه نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورله چې  په ماشومتوب کې د مور له خوا د بدل واده په نیت په کور کې ساتل شوې وه او نیږدې. . .

BACK TO NEWS