ننګرهار کې یوه نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورل شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۶
whatsapp_image_2026-10-04_at_8.33.13_am.jpeg

د ننګرهار ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام په ګوشتې ولسوالۍ کې هغه نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورله چې  په ماشومتوب کې د مور له خوا د بدل واده په نیت په کور کې ساتل شوې وه او نیږدې دیارلس کاله بې سرنوشته پاتې وه.

محتسبینو یې په تړاو وویل: یاده نجلۍ چې نیږدې ۱۳ کاله وړاندې، هغه مهال چې لا کوچنۍ ماشومه وه، د خپلې مور له لوري د بدل واده په وعده په کورکېنول شوې وه او بې‌سرنوشته پاتې وه؛ چې د نجلۍ له شکایت وروسته معلومه شوه، چې له یاد هلک سره نکاح نه کوي او له نوموړي سره یې هېڅ شرعي نکاح نه ده شوې د محتسبینو له لوري وژغورل شوه.

محتسبینو د دواړو کورنیو له مسؤلینو سره تر اصلاحي ناستو وروسته نوموړې نجلۍ له اجباري نکاح څخه وژغورله او هغې ته اجازه ورکړل شوه چې د خپل راتلونکي ژوند او نکاح په اړه د خپلې خوښې او اختیار له مخې پرېکړه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د څلورمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د څلورمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

بلخ؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولی دی

 د بلخ ولایت محتسبینو په شولګره لسوالۍ کې د خپلو کړنو پر دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په کندهار، بلخ، لغمان او سمنګان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، امربالمعروف وزارت د. . .

BACK TO NEWS