محتسبینو په زابل کې څلور مېرمنو ته شرعي حقوق ورکړل
محتسبینو په زابل کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه څلور مېرمنې، چې د کورنیو له لوري د میراث، خپلې خوښې نکاح او نفقې له شرعي حقونو څخه بې برخې وې خپل شرعي حقوق ورکړل.
مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې په جبري ډول په نکاح ورکړي او د نفقې ورکړې او میراث شرعي حقوق ترې اخیستل شوي و د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې.
د یادولو وړ ده، چې د یاد ولایت محتسبینو د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې اووه مېرمنې چې د کورنۍ د غړو او خاوندانو له لوري له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې.
