اروزګان؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی
د اروزګان ولایت محتسبینو د خپلو کړنو په دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې ترسره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیرشرعي تعویذونو سره نیولی دی.
محتسبین یې په تړاو وایي: یو تن هغه کوډګر یې د کوډو او جادو له وسایلو سره نیولی، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او د کوډو او جادو ناروا کړنې یې ترسره کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
محتسبین ډاډ ورکوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېشو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کودګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
