محتسبینو په لسو ولایتونو کې ۳۳ دښمنۍ او شخړې حل کړې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۲۱
whatsapp_image_2026-11-23_at_3.13.39_pm.jpeg

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په تخار، کنړ، سرپل، خوست، ننګرهار، پروان، زابل، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته شوې ۳۳ دښمنۍ او شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

مسؤلین وایي، دا شخړې او دښمنۍ چې د مېرمنو د حقونو، قتل، خپلمنځي شخړو، ټولنیزو مسائلو او ورته نورور بدو پېښو له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو غوښتي، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه، چې د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې قومي او ژبنۍ دښمنۍ وپالي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۲۱
Background image

محتسبینو په لسو ولایتونو کې ۳۳ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په تخار، کنړ، سرپل، خوست، ننګرهار، پروان، زابل، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۴
Background image

اروزګان؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی

 د اروزګان ولایت محتسبینو د خپلو کړنو په دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۲۰
Background image

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب میاشتې د کړنو راپور

۱- د اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو جوړول:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په عقرب میاشت کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د ناسمو دودونو د. . .

BACK TO NEWS