محتسبینو د هېواد په (۱۰) ولاتونو کې (۱۷)شخړې حل کړې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۸
dr_dh_wlayt_17_akhtlaf_hl_shd.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د  فراه، ننگرهار، میدان وردک، بادغیس، سمنگان، کابل، بغلان، تخار، دایکندي او سرپل ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه  د کورنیو تر منځ (۱۷)شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

محتسبین وایي: د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمني وپالي.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو غوښتي، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۸
Background image

محتسبینو د هېواد په (۱۰) ولاتونو کې (۱۷)شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د  فراه، ننگرهار، میدان وردک، بادغیس، سمنگان، کابل، بغلان، تخار، دایکندي او سرپل ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۳
Background image

په غور او پروان ولایتونو کې دوه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غور او پروان ولایتونو  محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا دوه مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۳۳
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له رئیس سره وکتل

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي راستنو شویو کډوالو ته چوپړونو په بهیر کې د ځينو ستونزو د حل، خنډونو لرې کولو او همغږۍ په. . .

BACK TO NEWS