ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله
د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه پېغله نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته ورکړي د محتسبینو له لوري وژغورل شوه.
مسؤولینو وویل: یاده نجلۍ چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته په غیر شرعي نکاح ورکړي، چې محتسبینو یې مخنیوی وکړ.
ورته مهال محتسبینو په میدان وردګ ولایت کې د هغې مېرمنې جبري نکاح فسخه کړه، چې د کورنۍ غړو یې د هغې له خوښې پرته یوه کس ته په نکاح ورکړې وه، چې د محتسبینو له لوري پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته نکاح فسخه شوه او یاده مېرمن له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.
