کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
img-20260923-wa0002.jpg


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.
د دې روزنیز سمینار په وروستۍ ناسته کې چې د یاد ولایت د والي په ګډون د ټولو امارتي ادارو مسؤلینو پکې ګډون درلود وینا والو محتسبینو ته په خطاب کې وویل: د دعوت اصول او مراتب رعایتولو ته جدي پاملرنه وکړئ او د نبي علیه الصلوة والسلام او د هغه د صحابه کرامو رضي الله عنهم أسلوب او منهج پکې اختېار کړئ، د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه او د امر بالمعروف وزارت ښه نمائنده ګي وکړئ او په دعوتي برخه کې له ولس له غوره چلند څخه کار واخلئ.

هغوی ټینګار وکړ، چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ او پخپلو دعوتي کړنو کې له زور زیاتي او سخت چلند څخه ډډه وکړئ او او په دې برخه کې الهي لارښوونې په پام کې ونیسئ.

د یادولو وړ ده، چې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري د امربالمعروف وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه تر دې وړاندې په پروان ولایت کې هم روزنیز سمینار پای ته ورسېد چې د روزنیزو سمینارونو د لړۍ به دوام ولري.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS