لغمان کې محتسبینو یوه مېرمن له (۱) کلن کورني تاوتریخوالي وژغورله

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۵:۲۳
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لغمان ولایت محتسبینو د دې وزارت له لوري د مېرمنو د حقونو د ورکړې او ساتنې په موخه، د نوي توشیح شوي قانون له مخې یوه مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې د خسرګنۍ له لوري د پلار کور ته له تګ څخه منع شوې وه او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله.

په دې تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل: یاده مېرمن، چې د علینګار ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له تېر یوه کال راهیسې د خسر ګنۍ له لوري له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وه او د کورنیو ستونزو پر اساس د پلار کور ته له تګ څخه منع شوې وه، د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د خسرګنۍ له غړو څخه یې وغوښتل شول، چې په راتلونکي کې د داسې غیر شرعي کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

ورته مهال د یاد ولایت محتسبینو، په یو بل ورته اقدام کې یوې مېرمنې ته د مهر یا ولور حق وسپاره او د نجلۍ کورنۍ ته یې په سپارښتنو کې وویل، مهر، میراث، پخپله خوښه نکاح کول او پر خاوند باندې د مېرمنې نفقه دا د هغوی شرعي حق دی چې باید ورته وسپارل شي تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته ناوړه دودونو او بدیو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر یوه کال کې، د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو د ساتنې او ورکړې په موخه د نوي توشیح شوي قانون پر اساس (۱۹۸۹) مېرمنو ته د میراث، خپلې خوښې نکاح، ولور او نورو برخو کې شرعي حقونو ته رسېدنه کړې او په دې برخه کې د شته ستونزو مخه یې نیولې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS