فراه کې د محتسبینو په هڅو د یوې کورنۍ غړي له دوولس کلنې نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شول

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۹:۴۲
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو هغه مېرمن، چې دوولس کاله وړاندې له خپلو څلورو اولادونو سره  د کورني تاوتریخوالي له امله له کور څخه وتلې وه پیدا او بېرته له خپل خاوند او اولادونو سره یو ځای کړه.

په تړاو یې د دې ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي عبدالمجید صمیم وایي : یاده مېرمن چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې اوسمهال د فراه ولایت روکن کلي کې ژوند کوي، د خاوند د ناوړه چلند له امله له کور څخه وتلې وه چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلې کورنۍ او اولادونو سره یوه ځای شوه.

محتسبینو د یادې مېرمنې له خاوند څخه ژمنه اخیستې چې له دې وروسته به له خپلې مېرمنې او اولادونو سره ناوړه چلند نه تر سره کوي او ټولو شرعي حقونو ته به یې رسېدنه کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه زرګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS