شیخ محمد خالد (الحنفي) د ایران سفیر سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۴:۳
mopvpe

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) افغانستان کې د ایران سفیر سید حسن کاظمي قمي او ورسره هیئت سره وکتل.

لومړی سرپرست وزیر ورته هر کلی او ښه راغلاست و ویلو او بیا هغوی د وخت ورکولو مننه وکړه.

شیخ محمد خالد (الحنفي) د ایران هیواد له لوري د افغانستان اسلامي امارت سفیر منل او سفارت ورته سپارل  وستايل، له هغوی یې د دې کار مننه وکړه، دا یې ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره هم یو ستر مسئولیت ادا کول وګڼل چې کلونه یې ښه میلمه پالنه کړې، تر څو د هغوی چارو ته لا ښه رسیدنه وشي.

هغه همدا راز د اسلامي نړۍ په وحدت ټینګار وکړ، یو د بل همکاري یې د ټولو مسئولیت وبللو او زیاته یې کړه چې بریا په وحدت کې دی، د چا تر فشار لاندې باید رانشو، یو بل ته لاسونه ورکړو او یو بل سره همکاري وکړو.

د ایران سفیر کاظمي قمي و ویل زمونږ افتخارات د مستضعفو مسلمانانو حمایت دی، هغه که په هره سیمه کې وي او څنګه چې نورو ته د ایران په امورو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو ځان ته هم دا حق نه ورکوو چې د نورو په چارو کې مداخله وکړو، ایران کې لکونه افغان مهاجر میشت دي د سفارت سپارل د هغوی لپاره هم اړین و.

نوموړي زیاته کړه چې ځينې خلک د ښځو د حقوقو موضوع یادوي خو هغوی ته په ريښتينې توګه د ښځو حقوق نه دي معتبر، د ښځو د تعلیم او حقوقو مسئله ستاسو کورنۍ موضوع ده او په سمه توګه یې حل کړئ، لکه څنګه یې چې حق دی، اوسنی حالت آن د تیر نظام د خلکو لپاره هم د خوښې وړ دی او وایی چې اوس د منکراتو مخه په بېسارې توګه نیول شوې ده.

پای کې سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) هغوی ته په جواب کې و ویل ځینې کړۍ کوشش کوي چې مونږ د ښځو او تعلیم دښمنان وښيي خو نه اسلام هغه دین دی چې د ښځو حقوق یې خلکو ته واضح کړل او ښځه یې د انسانیت یوه برخه معرفي کړه، مونږ د شریعت په نظر کې نیولو سره د ښځو ټولو حقوقو ورکولو ته ژمن یو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۶
Background image

محتسبینو د هېواد په اتو ولایتونو کې (۱۷) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په خوست، تخار، پروان، ارزګان، کابل، بلخ، بغلان او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

غزني کې محتسبینو (۱۵) کلنه نجلۍ (۶۰) کلن کس ته له ور کولو وژغورله

 د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مقر ولسوالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۵۲
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۲۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، تخار، هلمند، ننګرهار، کندز، بغلان، بدخشان او لوګر ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

BACK TO NEWS