د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو په هڅو یوه نجلي له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه 

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۳:۴۴
ph_kabl_yk_ghyr_shry_nkah_mkhnwy_wshwh.jpg

د بلخ ولایت یوه نجلۍ، چې د خپلې کورنۍ له لوري د غیر شرعي نکاح له ګواښ سره مخ وه، چې په کابل کې یې د خپلوانو په کور کې پناه اخسیتې وه، د خپلوانو تر مشورې وروسته د پلازمېنې کابل ښاري ریاست اړوند د یوولسمې ناحیې محتسبینو ته د قضیې د حل په موخه عارضه شوه .

محتسبینو ته د یادې نجلۍ په تړاو له پلټنو او د کورنۍ د غړو له خبرو وروسته معلومه شوه، چې نوموړې نجلۍ نور خواست ګار هم لري او غواړي د خپلې خوښې له کس سره نکاح وکړي، چې محتسبینو د دې موضوع د شرعي اړخونو له ارزونې او د دواړو لوریو د کورنیو ترمنځ د مشورتي ناستو وروسته، پرېکړه وکړه، چې د نجلۍ او د هغې د خوښې کس ترمنځ شرعي نکاح ترسره کړي.

دا شرعي نکاح د وکیل‌ ګذر، شاهدانو، او د دواړو خواوو د کورنیو په شتون کې ترسره شوه او د دواړو لوریو څخه لیکلي ضمانت‌لیکونه واخیستل شول، څو په راتلونکي کې خپلو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي او د اسلامي ارزښتونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د حقونو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند له کولو څخه ډډه وکړي.

د یادولو وړه ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو تر دې وړاندې د مېرمنو د حقونو اړوند سلګونه قضیې حل کړې دي، چې له دې کاره یې موخه د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، د ښځو د مشروع حقونو خوندیتوب او د کورني تفاهم له لارې د ټولنیزو ستونزو حل ته لاره هوارول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS